Quantcast
Channel: manager
Viewing all articles
Browse latest Browse all 15314

متن سخنرانی محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان در محفل گرامی‌داشت از هشتم ثور، سالروز پیروزی جهاد مردم افغانستان

$
0
0
متن سخنرانی محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان در محفل گرامی‌داشت از هشتم ثور، سالروز پیروزی جهاد مردم افغانستان

کابل باختر 8 ثور
متن سخنرانی محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان در محفل گرامی‌داشت از هشتم ثور، سالروز پیروزی جهاد مردم افغانستان
بِسْم الله الرحمن الرحيم
برادران عزیز، داکتر صاحب عبدالله عبدالله، جناب ابراهیمی صاحب، جناب مسلمیار صاحب، قاضی القضات صاحب،  اعضای محترم ستره محکمه، مجاهدین کرام، جنرالان محترم قوای امنیتی و دفاعی، شخصیت های عمده سیاسی افغانستان، لوی څارنوال صاحب، لوی درستیز صاحب، معین ارشد امنیتی، علمای کرام، خواهران و برادران،
سلام علیکم ورحمت الله وبرکاته،
ما یو متن لیکلی مګر مخکې له دې چې متن ته لاړشم لازم بولم، چې څو خبرې وکړم. اول جناب مسلمیار صاحب ترڅو چې دا وطن وي دا ورځ به لمانځل کېږي. دا ورځ د افغانستان د ولس د اسلام نړۍ او بشریت د ټولو مینه پالو ورځ ده، د ملي وحدت حکومت نه یوازې متعهد او ژمن دی چې دا ورځ به لمانځي، په ارګ کې به یې لمانځي او په ټول وطن کې به یې لمانځي. که حدود ږدې دا کار د پارلمان دی. موږ قانون نه مطرح کوو، تاسې قوانین مطرح کوئ، موږ یې اجرا کوو. په مطلب باندې پوه شوئ.
یک نکته را در اول می خواهم عرض کنم، حکومت وحدت ملی هیچگاه حاضر نبوده که در منافع ملی به یکی از کشور های دیگر امتیاز بدهد و هیچ وقت حاضر نخواهد شد که امتیاز بدهد.
که موږ د امتیاز ورکولو خلک وای ډاکټر صاحب اعظم نن به دا ورځ نه وه، پوه شئ چې څوک به دې مملکت نه استازیتوب کوي. زموږ پنځه زره کلن تاریخ د معاملې تاریخ نه دی. که مذاکرات مو کړي په اصل مو کړي، په اصولو مو کړي په مېړانې مو کړي. موږ جنګ نه غوښته، موږ جنګ نه غواړو، اما که څوک په افغانستان توره باسي پوه شئ چې په توره  یې وهو او په عرض د نهایت احترام دا جنګ د افغانانو د تقسیم جنګ نه دی. هر بچی د دې خاورې د دې جنګ قېمت ورکوي هره ورځ په دې خاوره کې. لاړ شئ بدخشان ته، لاړ شئ دایکنډي ته، لاړشئ کندهار ته، ارزګان ته، پکتیا ته پکتیکا ته. دا وطن د تقسیم وطن نه دی. یو ورځ قېمت د دې جنګ کې زموږ مکتبونه ابادېږي، څوک دا جنګ راباندې اچوي. شپږ میاشتنۍ نجلۍ څنګه پرې کېږي، نوي کلن، فرق یې کړی، د شینوارو د دایکنډي فرق شوی، د شینوارو او د ارزګان فرق شوی؟ دښمن غواړي موږ کې تفرقه واچوي او موږ د تفرقې خلک نه یوو د اتفاق او اتحاد خلک یوو.
قوای امنیتی و دفاعی افغانستان، اولاد تمام مردم افغانستان هستند، از وزیر خارجه پرسان کنید که در دورترین نقطه بدخشان رفت، آیا همه زبان های افغانستان در قوای کشور موجود نبود؟ درته وې نه ویل چې دې برخې د بدخشان نه همغسې دفاع کوو چې له کندهار، پکتیا او پکتیکا څخه یې کوو. دغه زموږ ملي روحیه ده، دا زموږ وطن پالنه ده او دې کې دې هیڅ شک او شبه نه وي. اتحاد غواړو. معلومداره مشکلات لرو. اما د مشکلاتو لاره داده لکه پارلمان سره چې وغږېدو ټول ولس سره وغږېږواو زه مننه کوم، اما دا حکومت د ولس په ارادې جوړ شوی او په ولس اتکا لري او د ولس نمایندګي کوي. 
من در عین حال می خواهم سلام های گرم جنرال صاحب دوستم معاون اول ریاست جمهوری را به تمام حضار تقدیم کنم. چون در صف اول جبهه بودند از من تقاضا کرد که سلام ها، احترامات و تبریکی شانرا به همه برسانم.
د ثور اتمه نېټه زموږ د هیواد په تاریخ کې خاص اهمیت لري. په دې ورځ د افغانستان د خلکو د ارزوګانو د تحقق لپاره په پیل شوې مبارزه کې، لویه فتحه په نصیب شوه او د حق د لارې هغه جهاد د کامیابي درشل ته ورسېد چې د افغانستان د هر ولایت، هرې ولسوالي او هر کلي خلکو پکې برخه واخیسته او عظیمه حماسه یې رامنځ ته کړه. دا حماسه تاریخي حماسه ده او همېشه به یې قدر کوو. د افغانستان د مسلمانو خلکو جهاد چې برحقه جهاد و، کابو ټولو اسلامي هیوادونو او د نړۍ نورو اکثرو ملکونو یې حمایت وکړ او د افغانستان مجاهدین یې په خپله مبارزه کې برحقه وبلل. لکه څنګه چې نړۍ  د تروریزم د تجاوز په مقابل کې متحده شوه او له افغانانو سره ودرېده، دغسې، په افغانستان باندې د شوروي د تجاوز په مقابل کې نړۍ د پخوا په نسبت ډېره متحده شوه او داسې هیوادونه د پخواني شوروي د تجاوز په خلاف په یوه صف کې ودرېدل چې له یو بل سره یې ډېر مخالفتونه لرل.
که څه هم زموږ مجاهدین د هغه وخت له لوی زبر ځواک، شوروي اتحاد سره په مقابله کې و، خو څرنګه چې د مجاهدینو غوښتنې برحقې وې، نو شوروي اتحاد له خپل ټول سیاسي، نظامي او اقتصادي قدرت سره، ونه توانېد چې دنیا د ځان ملګرې کړي او بلکې برعکس، د کلونو په تېرېدو سره جهانیان د افغان جهاد په حقانیت باندې لا زیات باوري شول او د اسلامي کنفرانس سازمان چې د ټول عالم اسلام مشترک سازمان دی، د افغانستان چوکۍ د افغان مجاهدینو موقت دولت ته ورکړه. حق همېشه په باطل باندې بریالی کېږي. زموږ جهاد برحقه وو او میراث به یې موږ ساتو دا د حق او حقیقت میراث دی.
عزتمنو هیوادوالو، موږ ته پکار دی چې د اسلام او افغانستان د عزت د لارې د مبارزانو قدرداني وکړو او د شهیدانو یاد تازه وساتو خو متاسفانه د افغانستان د دښمنانو تخریب او ترور، د دې باعث ګرځي چې حتی د شهیدانو کورنیو او یتیمانو ته هاغسې توجه ونه شي لکه څنګه چې پکار ده او لازمه ده.  زه د ټول حکومت په استازیتوب ووایم چې د شهیدانو د کورنیو ساتنه زموږ اوله وظیفه ده. مګر موږ نه پرېږدي، هغه خلک مو نه پرېږدي چې د دې وطن دښمنان دي. د دې په ځای چې زموږ د مقدس جهاد د زرګونو، زرګونو ګمنامو شهیدانو اولادونه ارام ژوند ولري، د قاتلانو او انتحاریانو له لاسه، بیا هم ځورول کېږي او د تعلیم، پرمختګ او سوکالي مخه یې نیول کېږي. مونږ چې د طبیعي منابعو په لحاظ د دنیا ډېر شتمن هیواد یو، خلک مو ډېر بېوزلي او بېوسه دي او د دغه تریخ واقعیت لوی علت دا دی چې زموږ د خلکو او دولت وخت او انرژي چې باید په عمران او انکشاف او ترقي ولګېږي، یوه لویه برخه یې له باغیانو او جګړه مارو سره په مقابله او مبارزه مصرفېږي. هر څه لري دا خاوره. بین المللي کمپنۍ ټوله اماده ده. پوهېږئ څه وایي،امنیت څنګه دی؟ بې امنیتي چا راوړه؟ د افغانستان دښمنانو. څو کاله راکړئ  ګورئ چې دا وطن به انشاالله ګل ګلزار شي.
خویندو او وروڼو، 
موږ ټولو هغه ورځې په یاد دي چې د دنیا په ګوټ ګوټ کې به د افغان جهاد ستاینې کېدلې او موږ به د یوه مظلوم خو ویاړمن ملت په حیث د دنیا په هر ځای کې اورېدل چې افغان جهاد د ظلم او استبداد او ناروا په مقابل کې قیام دی. زموږ جهاد نه یوازې د افغانستان بلکې د اسلام افتخار دی او تل به وي. دا خبره اوس هر واقعبین مورخ کوي چې د افغانستان د خلکو جهاد په نړۍ کې د استبداد له ځپلو او د عدالت او ازادي له خپرېدلو سره مرسته وکړه. موږ اوس په فخر سره وایو چې دنیا زموږ مدیونه او پوروړې ده او لکه څنګه چې مو پرون د خپل جهاد په برکت د سیمې او دنیا له نجات او بهتري سره مرسته وکړه ، نن هم زموږ ملي اردو، ملي پولیس او امنیتي قوتونه په یو بل جهاد کې برخه اخلي او افغانستان د ظلم، انتحار او تروریزم له منګولو ژغوري چې خیر یې طبعا یوازې افغانستان ته نه، بلکې ټول عالم اسلام او ټولې دنیا ته رسېږي. زموږ قدرتمن ځواکونه دې نن په دې پوه شي چې یوازې افغانستان نه ساتئ، منطقه او نړۍ ساتئ.
هموطنان گرامی،
ما در برابر پيشرفته¬ترين اسلحۀ نظامی، و قوی¬ترين اردوی آن روزگار، با دستان خالی، و امكانات بی¬نهايت اندك، ايستاديم، رزميديم، و آزادی و آزادگی خود را بر تارَك روزگار به ثبت رسانديم.
راز چنان معجزه¬ای بعد از توفيق خداوند، قبل از هرچيز ديگر، در وحدت و يك¬پارچگی ما نهفته بود. ما در آن روز به ياد نمی¬آورديم كه از كدام منطقه¬ايم، به چه زبانی سخن مي¬گوييم، به كدام قوم تعلق داريم، و نام چه تباری بر ما نهاده شده است. ما فقط می¬دانستيم كه فرزندان يك آب و خاك هستيم و همه به آزادی، به آبادی، به تعالی و به ترقی سرزمين خود می¬انديشيديم. اگر اتحادی كه در آن زمان در برابر قوای متجاوز بيگانه داشتيم همچنان استوار می¬ماند، و صفوف ما دست¬خوش شكاف و اختلاف نمی¬شد، ما می¬توانستيم در فردای آن به سراغ ديگر خواسته¬های برحقِّ مردم خود برويم و نظامی را به ميان آوريم كه بر زخم¬های بجا مانده از دوران جنگ مرهم بگذارد و كشور ما را بسوي ثبات رهبري كند.
ما از آن حوادث درس گرفته¬ايم و امروز به خوبی در می¬يابيم كه بايد باورمندی به اتحاد و مقابله با تفرقه را، چنان كه دين ما می¬گويد، به اصلی پايدار در فرهنگ خود تبديل كنيم، و اجازه ندهيم هيچ كسی با هيچ نيتی آن را خدشه دار سازد. ما از اين طريق می¬توانيم به آرمان¬های بلند شهدای خود تحقق ببخشيم و زحمت بی¬دريغ سربازان و فرزندان دلير اين ميهن را پاس بداريم.
همکاری سه قوه که قانون اساسی افغانستان مشخص ساخته و همسویی و همدلی اینها یعنی قوه قضایه، مقننه و اجرائیه پاسخ واضح به دشمنان این مملکت است، این مملکت واحد است، این دولت واحد است و حکومت وحدت ملی متحد است.
نن ورځ زموږ د دفاعي او امنیتي قواوو باشهامته افسران او سرتېري، چې اکثره یې مجاهدین یا د مجاهدینو اوشهیدانو اولادونه دي، د خپلو مشرانو په شان، د خپل اسلامي هیواد د دفاع په سنګرونو کې ناست دي او د خپلو خلکو د امنیت د ساتلو لپاره له خونکارانو او د ترور او انتحار له پلویانو سره په جهاد او مقابله بوخت دي.
قدرمنو وطنوالو،
جهاد یوازې په جنګ کې نه خلاصه کېږي او هغه جنګ چې قاتلې او قاچاقبرې ډلې یې کوي، په هیڅ وجه جهاد نه دی لکه چې مولوي صاحب کشاف په ډېر وضاحت وویلې او استاد صالحي همچنان. زموږ د ملت جهاد د وطن د ازادي او ابادي او له ظلم او ستمه د خلکو د ژغورلو لپاره پیل شو او همدا علت و چې لوستو او نالوستو، ښاریانو او کلیوالو، ښځو او نارینه وو، د افغانستان د ټولنې ټولو اقشارو یې ملاتړ کاوه. د افغانستان یوه کورنۍ نه ده چې بې درده وي، غم مو شریک دی، راتلونکی مو شریک دی او دا ټول په دې اساس دي چې مسلمان وو، مسلمان یوو او تر ابده به مسلمان یوو. زموږ جهاد د دې لپاره نه و چې افغانستان کنډواله شي، د افغانستان روابط له دنیا سره قطع شي او افغانان وروسته پاتې، فقیر او در په دره وساتل شي. د افغانستان جهاد د اسلام او افغانستان د عزت لپاره و او دا هماغه لاره ده چې نن یې زموږ ملي اردو، ملي پولیس او ملي امنیت تعقیبوي. هغه جهاد چې شریعت یې حکم کوي، د الله تعالی د بنده ګانو د عزت او کرامت د ساتلو لپاره دی. علمای کرامو بار بار توضیح ورکړې ده چې اسلام د سولې دین دی، نه د جنګ، او جهاد وسیله ده، نه هدف. هغه جهاد چې اسلام یې حکم کوي، د خدای د مخلوق د وېرولو او ځورولو لپاره نه دی. جهاد خو د دې لپاره وي چې د خدای بنده ګان بې تشویش او بې ممانعته خپل عبادت وکولای شي او دا وېره ورسره نه وي چې اوس به په جومات او مکتب او بازار  کې هم انتحار او انفجار کېږي. په یاد ولرئ د قران قاري وه یوه ۲۱ کلنه نجلۍ مکتب خواته تلله انتحاري ټوټه ټوټه کړه، دا څه رقم تکتیک دی دا په څه اصولو باندې کېږي چې زموږ مسلمانې، متعهدې خور باندې د مرګ برید کېږي یا ماشومانو باندې.
لازمه ده چې علمای کرام او اهل قلم دغه مفاهیم په تفصیل سره بیان کړي او د هغو کسانو له حقیقته پرده پورته کړي چې په شرارت او بغاوت یې د جهاد نوم ایښی او د افغانستان په کلیو او ښارونو کې د مسلمانانو وینې بهوي.
كاش اين گروه¬های جنايت¬پيشه توانايي اين را می¬داشتند كه با علمای بزرگ ما بحث كنند، تا برای شان واضح گردد كه جهاد حقيقی، آن فداكاری¬هايی است كه سربازان ما براي دفاع از مردم خود نشان می¬دهند، آن تعليمی است كه علمای ما در مدارس و معلمان ما در مكاتب برای تربيت اولاد اين وطن به انجام می¬رسانند، آن همتی است كه كارگران ما برای رزق حلال خانواده¬های شان به خرج می¬دهند، آن تجارت پاكی است كه تاجران ما برای خودكفايی ملی ما به پيش می¬برند، آن جد و جهدی است كه دانشمندان ما برای روشن نگاه داشتن مشعل علم، و فرهنگيان ما برای بالندگیِ فرهنگ به كار می برند.
جهاد حقيقی، و به فرمودۀ پيامبر بزرگ اسلام، عليه الصلاتُ و السلام، بالاترين جهاد، سخن حقی است كه عالمان ما در برابر اين گروه¬های جَوْر و جَهل بگويند و نگذارند تا جُرم و جنايت بنام دين ما پيوند زده شود.
چه خوب می¬شود كه علمای كرام تلاش كنند به كسانی كه فريب اين گروه¬ها را خورده¬اند واضح بسازند كه پيامبر ما فرمود: وقتی خوارج دست به قتل مومنان می¬زنند، اگر من زنده باشم، آنان را چنان نابود می-كنم كه مردمِ عاد و إِرَم نابود شدند. (این حدیث را بخاری و مسلم هر دو روایت کرده اند) كسانی كه سنگ¬دلی و تبهكاری شان را جهاد می¬نامند همان راه خوارج را در پيش گرفته و فتنه و آشوب می خواهند. آنان هيچ دليل معتبر شرعي برای اين آشوب طلبي¬هاي شان ندارند و به همان علت از مباحثه با علمای بزرگوار ما مثل کشاف صاحب، می¬گريزند. باز هم برای شان دعوت می دهیم و دعوت کشاف صاحب را برای شان تکرار می کنم، بیایید همرای علمای ما بنیشینید، اگر سر خود اعتماد دارید که اساسات دین مبین اسلام را می شناسید، در شورای صلح ما علمای بزرگ وجود دارد. 
هموطنان عزيز،
ما هم¬چنان¬كه روز پيروزی جهاد را تجليل می¬كنيم بايد به ياد داشته باشيم كه مبارزه با فساد و واسطه¬گری و قانون¬گريزی، خود جهاد ديگری است كه بر دوش همۀ ما قرار دارد. خرابی¬هايی كه افراد و حلقات آغشته به فساد ببار می آورند، اعتمادی را كه آنان به نظام و دولت¬داری از بين می¬برند، سرکوب استعدادهايی كه آنان در فرزندان اين كشور سبب می-شوند، بيكاره گی¬هايی را كه آنان جايگزين شايسته سالاری می ¬كنند، و حمايتی كه آنان از افراد فاسد و آلوده نشان می ¬دهند، كمتر از خرابی¬هايی نيست كه جنگ گروه های تروريستی بر كشور ما تحميل كرده است.
اگر فرزندان شما سينه¬های خود را سپر كرده و جان¬های شيرين خود را برای دفاع از مردم ما، و حق آنان برای داشتن زندگی آبرومندانه، فدا می ¬كنند، ما هم بايد دوشادوش آنان جهادی ديگر را در جبهه¬ای ديگر به پيش ببريم و مقابلۀ راستين با فرهنگ فساد و اختلاس را از وجايب خود بدانيم. حكومت شما با جديت می ¬خواهد جلو فساد را بگيرد و اقدامات عملی را در اين راستا شروع كرده و به اجرا گذاشته است، اما لازم است كه اراده¬ای ملی برای مبارزه با فساد شكل وسیع تر بگيرد و فرهنگ واسطه¬گری¬های غير قانونی ريشه كن گردد. با اين كار است كه جهاد ما به اهداف حقيقی خود نزديك می¬شود و راه برای تحقق آرمان شهدای ما هموار می¬گردد.
لازم است در اینجا تشکر کنم از آن عده مسئولین، وزرا، قاضیان، څارنوالان، والیان و مسئولان دولتی که برای مقابله با فساد و تطبیق حکومتداری خوب دست به اقدامات عملی زده و در این مدت دستاوردهای قابل قبولی داشته اند. این اقدامات می تواند الگویی شود برای سکتورهایی که هنوز در این زمینه اقدامات جدی ننموده اند و یا به اقدامات مشخصی نرسیده اند. هدایت من این است که اقدامات همه جانبه را با فساد از هر اداره دولتی خواهانم و تعلل در این اولویت ملی قابل تحمل نخواهد بود.
همچنان باید اضافه کنم که تحقق بخشی از آرمان های ما برای حکومتداری خوب و مبارزه با فساد، به همت جوانان پاک و متعهدی صورت خواهد گرفت که در حال جذب شدن به بدنه نظام هستند، و در آینده رهبری این کشور را به پیش خواهند برد. جوانانی که با نیازهای جامعه و مردم خود آشنایی عمیق دارند، به ارزش های والای دین مبین اسلام و ارزش های جهاد پابند، به قانون اساسی متعهد و به دانش های نو هم مجهز شده اند، و می توانند با دانش، تلاش و ارادۀ عالی از آرمان های بزرگ ملت ما، و از خون شهدای ما، و رنج مردم درد کشیدۀ ما، پاسداری کنند.
زنده باد افغانستان
یشه سین افغانستان
تل دې وي افغانستان
پاینده باد یاد شهدای جهاد برحق ما


Viewing all articles
Browse latest Browse all 15314

Trending Articles



<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>